AP ۱۴۰۳ وری ۱۲ ۱۱:۲۱
Journalist ID: 5513
News ID: 85431396
T T
۰ Persons
د بهرنیو اسعارو له کاروونکو سره به قانوني چلند وشي

هرات- ایرنا- د نیمروز ولایت والي وايي، له هغه کسانو سره چې خپلې سوداګریزه راکړه ورکړه به بهرنیو اسعار کوي قانوني چلند به ورسره وشي.

هرات کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د نیمروز ولایت والي شیخ محمد قاسم خالد شنبې د وري ۱۱ مه د ښاري نظم کمېټې له غړو سره لیده کاته وکړل.

په دغه لیدنه کې والي و ویل، د افغانۍ ترویج د اسلامي امارت د مشرتابه امر دی او باید جدي ورته پاملرنه وشي او غفلت په کې ونه شي.

د نیمروز والي د ښاري نظم کمېټې ته لار ښوونه وکړه چې د دغه ولایت په بازارونو کې د بهرنیو اسعارو د کارونې مخنیوی وکړی او د سرغړونوکو سره قانوني چلند وکړي.

ښاغلي خالد هغوی ته  و ویل، د اوبو د چاڼ کارخانې باید و ارزول شی تر څو ښاریان وکولی شي له پاکو اوبو برخمن شي.

د نيمروز والي ټينګار وکړ چې وارد شوي ټيټ کيفيت لرونکي تېل بايد په ورته وخت کې راستانه شي او مسافر وړونکي شرکتونه بايد له مسافرو سره ښه چلند وکړي او لازمې اسانتياوې ورته برابرې کړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .